Salarzai Atta
Kabul, Afghanistan
که چېرې د سالارزيو دقبيلې دنسب شجره په غور سره وڅېړو نو څر ګنده به شي چې سالارزي له اره سړبني پښتانه اودتر کا ڼيو( تر کلا ڼيو) د قبيلې د پنځوښا خونو نه يو مشهور ښاخ ګڼل کيږي ٠ د تر کا ڼيونورمشهور ښا خونه ما موند،ابر اهيم خيل، اسوزي او شمل زي دي ٠سالارزي دباجوړ په لر امدک ، بر امدک لر سدين، بر سدين، ښار، ناوه ګۍ، کوټکي، اليکي، چار منګ، بابوقره اورود کې مېشته دي ٠ (١)همداراز د پښتو نخوا دايالت دنوښا...ر په بره با نډه کې هم يو شمېر سالارزي استو ګنه لري ٠ په سالار زيو کې دبرم اولاده برم خېل او دهلال اولاده هلال خېل د دانګام او اسمار دتا ريخ سره نه شليدو نکي اړيکي لري دبا جوړ نه پر ته دافغا نستان د کونړ په ولايت کې هم زيات شمېر سالارزي استو ګنه لري او ددوی داستو ګنې خا يو نه په لاندې ډول دي : دانګام، شونکړۍ، اغذ باغ،اسمار، ساو، ساوخوړ، ناړۍ، څوکۍ، بارګام، ازېر ګل،بريکوټ ، ډمبرو، حساره،کر هاله، دم کلی، نرنګ، کنجګل،دونايي او ټا نګو دره٠ (٢) په سالارزو کې دقبيلې مشري دابراهيم خيلو( برم خېلو) په لاس کې ده٠ داسې روايت هم شته چې په يوه وخت کې د سالارزو دلر امدک په غو نډۍ نو مي کلي کې د کا مران په نا مه يو سړی اوسېده ٠ په دې کلی کې د ده ديوې مېر منې نه دوه زامن د هلال او ابر اهېم (برم) په نا مه وزېږېدل . د زلميتوب په وخت کې دوی دخپل پلار سره بز ګري کوله او دپلار تر مړېنې ورو سته هم دبز ګرۍ په کارونو بوخت ول٠ يوه ورخ برم په پټي کې يوې کو له او يو ملنګ چې پر اس سپور و دپټي تر څنګ ودرېد٠ ملنګ برم ته وويل :" لاړ شه اوګره راته راوړه'( په شړومبو کې پخې وريجي چې يو ځای شي او ګره ورته ويله کيږي)٠ برم لاړ او له کورنه يې اوګره ورته راوړه ٠ ملنګ داوګرې کونډۍ ( دلرګي کا سه) په لاس کې ونيو له اوا و ګره يې پر ځمکه توی کړه٠ برم له کوره درې ځلې اوګره راوړه او ملنګ درې ځلې او ګره پر ځمکې تویه کړه، خو برم هيڅ ډول عکس العمل ونه ښود ٠ ملنګ سر را پورته کړ او په دعا کې يې وويل:" بر مه! خدای دې دټو لو سالار زيو خان کړه !" له دعا نه ورو سته ملنګ لاړ او برم په خپلې يوې بو خت شو ٠ ديوې کولو په وخت کې برم دسرو زرو خزانه وموندله ٠ هلال چې ته راغی نوبرم ورته ټو له کېسه وکړه ٠ هلال په ملنګ پسي وزغا ستل٠ ملنګ ورته وويل : دسالارزو خاني مې برم ته ورکړه، ستا په خو له دې خدای بر کت کړي ٠ ولسي جر ګې دې ستا په خو له فيصله کيږي او په کو مه جر ګه کې چې ستا اولاده نه وي هغه دې نه فيصله کيږي و په کو مه جر ګه کې چې ستا اولاده نه وي هغه دې نه جو ړيږي (٣) همداسبب دی چې اوس دده اولاده هلال خېل په سالارزيو کې ولسي شخړې او لا نجې حل او فصل او اواروي٠ د سالار زيو يو بل ښاخ د سدين او امدک په دوو لو يو څا نګو ېشل شوي دي٠ ١- دسدين څا نګې دادي : سين خېل، کټکي ځېل، عالي خېل، قلندر خېل، خير خان خېل، کندريان ٠ ٢- دامدک څانګې دادي : ابراهيم خېل( برم خېل) ، هلال خېل،مېر داد خېل،شومه خېل، اکا خېل،محمود خېل، بدل زي ، ګبري،فتح ځان خېل ،حيدر ځېل، تور خېل،څر ګند خېل اوتاراڼ ٠ د ١٩٦١ زېږدېزکال دسر شمېر نې له مخې په با جوړ کې د سالار زيو مجمو عي شمېر ٧٠٥٠٠ تنه او دافغا نستان د کو نړ په ولايت کې ددوی شمېر ٣٩٩٨٢ تنه ښودل شوی و٠ اوس چې ددغې سر شمېر نې نه پوره پنځوس کلو نه تېر شوي دي ښا يې ددوی په شمېر کې به ډ ېر شمېر زيا توالی راغلی وي٠ د ډيورنډ دناولې کر ښې تر لا سليک کېدو يعنې د ١٨٩٣ زېدېزنه دمخه دبا جوړ سېمه دافغا نستان دخاورې يوه بر خه وه ٠ سالارزي په پښتني ننګ او غيرت ا و پښتو نوالې باندې ټينګ خلک دي٠ دوی ميلمه پا لو نکي، په علم او پو هې با ندې مين اوجنګيالي ځلک دي٠ دوی٠ دېرې او حجرې تل دميلمنو پر وړاندې خلاصې وي٠ د هند په نېمه وچه باندې د انګريزي ير غلګرو په وړاندې يې دانګرېزانو پر خلاف ډېرې توري وهلي دي او همداراز د پا کستا ني ديکتا توري حکو متو نو په وړاندې يې ډېرې دقدر وړ مبازې کړي دي چې د همدې مبارزو په پا يله کې ددوی سېمې څو څو ځلې بمبار شوي دي او ډېر تاوانونه يې ګا للي دي، ځکه چې ددوی په خټه کې دخپلو اکۍ غو ښتنې روحيه ډ ېره پياوړې ده٠ د سا لارز يو دقبيلې يو شمېر ليکوال او مشهور علمي شخصيتو نه په لاندې ډول دي : ١- دافغا نستان دعلو مو اکيډيمۍ دژبو او ادبيا تو د انستيتيوت پخوانی غړ ی سر محقق ښا غلی محمد نعيم سالارزی چې دپښتو اد بيا تو دپياوړ تيا او دپښتو قا مو سو نو په ليکلو کې يې دقدر وړ خدمتو نه کړي دي٠ ٢- په کا بل کې ديو ناما ددفتر وياندښا غلی نظيف الله سالارزی