Zahidullah Zaland

Writer, Journalist, and Translator in Kabul, Afghanistan

Read my blog

زاهدالله ځلاند د پښتو ژبې ځوان لیکوال، ژباړن او ژورنالست د ښاغلي لعل پاچا شینواري، چې په سیداګل شینواري مشهور دی، زوی دی، چې په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې یې د پښتونخوا په هنګو سیمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

زاهدالله ځلاند له آره د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګاڼې کلي اوسېدونکی دی.

زاهدالله ځلاند د پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې د افغان کډوالو د حضرت بلال (رض) عالي لېسې څخه په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې فارغ شوی او خپلې لوړې زده کړې یې د پښتو ژبې په ادبیاتو کې، په ننګرهار کې ترسره کړې دي.

زاهدالله ځلاند په کابل کې د ژوندون راډیو تلوېزیون، ملي راډیو تلوېزیون او د هېواد په څو سیمو کې د بېلابېلو غږیزو او انځوریزو رسنیو سره د خبریال او ژباړن په توګه کار کړی دی.

ښاغلي زاهدالله ځلاند په هنګو، جلال آباد او کابل کې په څو لېسو کې د ښوونکي په توګه او همدا راز په کابل کې د څو شرکتونو سره کار کړی دی.

ښاغلی ځلاند په بېلابېلو انټرنېټي پښتو وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټوېټر کې، وخت پر وخت، خپلې لیکنې او ژباړې هم خپروي او همدا راز په انټرنېټي نړۍ کې دوه وېبلاګونه غاټول او شمله هم لري، چې خپلې لیکنې، ژباړې او د هېواد، سیمې او نړۍ په اړه بېلابېل نوي، تازه او په زړه پورې خبرونه او پېښې په کې خپروي.